زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-19  |  2024-11-21  |  تازه شوی په: 2024/11/21 - 04:33:0 FA | AR | PS | EN
بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي             نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري             مالیزیا د افغانستان د کانونو له وزارت سره همکاري کوي             په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو             خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي            

تاريخ النشر: 2024/10/31 - 04:05:5
زيارة: 204
مشاركة مع الـأصدقاء

د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي
 د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي

انصار: (د لړم ۱۰مه)، د ایران لوی څارنوال اعلان وکړ، چې د هېواد په زندانونو کې یې شاوخوا ۸ زره بهرني بندیان زنداني دي او د ځای د نشتوالي او د لوړو لګښتونو له امله یو شمېر یې خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې راتلونکي یوه میاشت کې به ۵۷۴ افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شي.

دغه ایراني چارواکي د «بندیانو د تنظیم او په زندانونو کې د جرمي نفوس د کمولو» په اړه په یوه غونډه کې د زندانونو د شمېر پر کمولو ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران لوی څارنوال وویل: "د دغه هېواد په زندانونو کې نه یوازې له بندیانو نه کومه ګټه نه اخیستل کیږي بلکې په هغوی باندې هم لګښت کیږي او پکار ده چې د بندیانو شمېر کم شي.

محمد موحدي آزاد زیاته کړه چې د بندیانو د لېږد کمېټه باید تر ۵۷۴ زندانیان په راتلونکي میاشت کې ولېږدوي.

د ایرنا د خبر له مخې د دې هېواد د عدلیې وزیر امین حسیني وویل چې له یو کال راهیسې د قانوني ستونزو په شمول د بیلابیلو دلایلو پر اساس د بندیانو د لېږد بهیر بند شوی دی.

د روان کال د اسد په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د ایران له حکومت سره تر خبرو ږ وروسته څلور زره افغانان د دغه هېواد له زندانونو ازاد او افغانستان ته راستانه کړای شول.

دوی غواړي چې له ایران څخه پاتې افغان بندیان بیرته وباسي.

په ایران کې د افغان بندیانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال د روان کال په سرطان میاشت کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34155






*
*

*



قرأ

روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري


په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست


سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ


د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته


خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي


د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل


ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود


جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری


هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل


د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست


د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل


د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې


چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي


د پاکستان حکومت د اسلام اباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو


د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي


د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده


په اسلامي هېوادونو کې د ولسمشر پوتین محبوبیت مخ پر زیاتېدلو دی


د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه


د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي


په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي


د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي


په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز


هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي


په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي


له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان